ایکناخبری آژانس راپور راکړ، داسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ دمقدماتي مرحلې قضاؤت په مجازي یا وبینار له لارې اود قاضیانو د پلاوي په جوړیدا سره په مشهد کې ترسره شي.
د سیایلیو ددغې مرحلې قضاؤت به تر پنځو ورځو پورې روان وي ، د مرغومې دمیاشتې په ۲۳ او ۲۴نیټه به د میرمنو دبرخې د فایلونو قضاؤت وشي او دهمدغې میاشتې په ۲۵ تر ۲۷نیټې پورې به د سړیو د برخې دفایلونو قضاؤت ترسره شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دقرآن کریم دنړیوالو سیالیو نهه دیرشم پړاؤ د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې ترسره کیږي او د میرمنو په برخې کې د ټول قرآن حفظ اوترتیل د قرائت په دوو برخو سیالۍ کیږي او دسړیو په برخې کې هم په درو برخو کې ،د قرآن کریم د حفظ ،ترتیل قرائت او څیړنې قرائت په برخو کې ترسره کیږي
د سیالۍ په دغې مرحلې کې داتیاؤ هیوادونو یو سل شپږ څلویښټ ګډون کونکي برخه اخلي چې په هیوادونو کې د ایران دسیاسی نمایندګیو اوکلتوري خونو کې ریکارډ شوي دي او اوس ئې قاضیان قضاؤت کوي.
په همدې اساس د سړیو د ټول قرآن دحفط په څانګې کې ۵۴فایلونه ، د میرمنو د ټول حفظ، ۲۲فایلونه، د میرمنو د ترتیل ۱۳فایلونه،د سړیو دقرائت ۳۲فایلونه او د سړیو دتریتل هم ۲۵فایلونه د سیالیو دترسره کونکي کمیټې منګولو ته رسیدلي دي اوپه پنځو ورځو کې به ئې قضاؤت وشي.د اوقاف او دخیریه چارو د ادارې د قرآنی برخې دمرکز دمدیرانو د اعلان په اساس، ددغې مرحلې غوره کسان به چې دسړیو په برخې کې به ۳۵ او د میرمنو په برخې کې هم شل کسان وي ، ددغو سیالیو په فائينل کې به چې د پیغمبر اکرم له مبعث سره په یووخت